اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د افغانستان لپاره د نړیوالو مذاکره کوونکو د رامنځته کولو په اړه د ازبکستان او امریکا د سولې انسټیټیوټ ترمنځ مشوره

دید خبری آژانس: د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د جمهور رییس ځانګړي استازي د افغانستان په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د سولې د انستیتیوت له استازو سره د نظر تبادله وکړه.

د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف په دې وروستیو کې د امریکا د متحده ایالاتو د سولې د انستیتیوت (USIP) پروژې له لوړ پوړي همغږي کوونکي برمک پژواک او د هغه له لوړپوړي همکار متیو پارکس سره وکتل.

د دغه راپور پر بنسټ، برمک پژواک د افغانستان په اړه د یو متحد سیمه ییز دریځ د رامنځته کولو، په دغه هېواد کې د اوږدمهاله سولې او ثبات د رامنځته کولو او د افغانستان خلکو ته د بشردوستانه مرستو په برابرولو کې د ازبکستان د هڅو ستاینه وکړه.

دغه راز په دې غونډه کې د ملګرو ملتو تر څارنې لاندې د يوې نړيوالې مذاکرې ډلې د جوړولو په خاطر د ازبکستان د نوښت عملي کولو ته ځانګړې پاملرنه وشوه.

باید وویل شي، چې څو میاشتې وړاندې ازبکستان په افغانستان کې د اوږدمهاله سولې د ټینګښت لپاره د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د یوه نړیوال مذاکره کوونکي پلاوي غوښتنه کړې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا