افغانستانروستي خبرونهټولنهګزارش

د سوداګرۍ او پانګونې خونې له زلزله ځپلو سره د ۳۰ میلیونه افغانیو مرسته وکړه

رسول شهزاد- کابل
د ډیډ خبري اژانس: د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسئولين وايي، چې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې د وروستۍ زلزلې له زيانمنو شويو کورنيو سره يې ٣٠ ميليونه افغانۍ مرسته کړې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې له زلزله ځپلو سره د ۳۰ میلیونه افغانیو مرسته وکړه

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند نن دوشنبه (د سرطان ۱۳مه) د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لورې مرسته شوې پیسې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر مرستیال او د بېړنیو حالاتو رئیس مولوي شرف الدین مسلم ته وسپارلې.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم د دغو مرستو د سپارلو پر مهال وویل: دا مرستې د افغانانو یووالی ښيي، چې په غم او خوښۍ کې سره یو دي.
ښاغلي مسلم د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه وغوښتل چې د متضررینو اساسي ستونزه چې د سرپناه نشتوالی دی، حل کړي. ځکه دا ممکنه نه ده چې خلک تر نورو دریو میاشتو پورې تر خیمو لاندې وساتل شي.
له بلې خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند وویل: له راټولو شویو ۳۰ میلیونو مرستو څخه څه باندې ۱۳ میلیونه یې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ۲۱ غړو له خوا راټول شوي دي. او څه باندې لس میلیونه افغانۍ له کندهار ولایت ملی تاجرانو لخوا مرسته شوې ده.
ښاغلي مومند وویل، چې نن شاوخوا شل میلیونه افغانۍ د پېښو پر وړاندې د مبارزې بېړنۍ کمېټې ته سپارل شوې او په نږدې راتلونکي کې به لس میلیونه نورې هم دغې کمېټې ته وسپارل شي.


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال زیاته کړه: د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د زلزله ځپلو کورنیو ته د دغو مرستو د رسولو غوره میکانیزم دا دی چې له طبیعي پېښو سره د مبارزې بېړنۍ کمېټې ته یې وسپاري، څو د دغې کمېټې مسئولین مرستې به رښتیني ګټه اخیستونکو ته ورسوي.
باید وویل شي، چې ۱۲ ورځې وړاندې د ریښتر په کچه ۶،۱ درجې زلزلې د افغانستان او پاکستان ځینې سیمې ولړزولې. د دغې زلزلې مرکز په خوست ولایت کې ښودل شوی دی.
د دغې زلزلې په پایله کې ۱ زره او ۱۶ تنه وژل شوي، ۳ زره او ۶ تنه ټپیان شوي او د پکتیکا او خوست ولایتونو د اوسېدونکو ۱۷ زره او ۸۱۶ د استوګنې کورونه په جزوي توګه ویجاړ شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا