اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ایران ته سفر کوي

ډید خبري اژانس: د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر نن د سیمې او نړۍ د پرمختګونو په اړه د لیدنې او خبرو اترو لپاره ایران ته سفر کوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان په بلنه نن یکشنبه (د سنبله ۱۲ مه) ایران ته ځي.

د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر به د دغه سفر په لړ کې په تهران کې له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.

په پورتني بیان کې همداراز راغلي دي: د دغه سفر په ترڅ کې به له ایران سره په هر ډګر کې د خپلو همکاریو د پراختیا په فرصتونو خبرې وشي. همدارنګه به د سیمه ایزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه د نظرونو تبادله وشي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا