افغانستانروستي خبرونه

د مشرانو جرګې رییس له فیسبوک پاڼې

د ايران ولسمشر حسن روحاني د نامناسبو څرګندونو په اړه زما دريځ!

د ايران ولسمشر حسن روحاني د افغانستان د اوبو د مهارولو په اړه ناسمې څرګندونې کړي چې دا د افغانستان په کورنيو چارو کې د لاسوهنې په مانا دي او زه يې دغه نامناسبې څرګندونې په کلکو ټکو غندم.
هيڅوک، هیڅ حق نه لري چې زموږ په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي، افغانان خپلواک او د خپلو اوبو مهارولو حق لري، ايران بايد خپل حدود وپيژني.
د حسن روحاني څرګندونې د نړیوالو قوانینو او ډیپلوماتیک عرف خلاف عمل دی او باید په راتلونکي کې له دا ډول څرګندونو ډډه وکړي. افغان ملت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاس وهنه کړي.
د ايران ولسمشر حسن روحاني د تهران چاپېريال ککړتيا په ناسته کې چې د افغانستان په ګډون د نړۍ  ٣٤ هېوادونو استازو په کې ګډون کړى و، افغانستان کې د يو شمېر بندونو جوړولو په اړه نيوکه وکړه، ويې ويل چې تهران ته د زغم وړ نه ده چې د کجکي، کمال خان، سلما په څېر بندونو جوړولو پر وړاندې چې د ايران پر خراسان، سيستان او بلوچستان ولايتونو اغېز کوي، چوپ پاتې شي
د بندونو جوړول د افغانستان حق دى او د ګاونډيو هېوادونو لپاره ګواښ نه دى، افغانستان حکومت د اوبو د نړیوالو قوانینو مطابق حق لري چې له خپلو اوبو څخه د خپل ولس په ګټه کار واخلي.
افغانان به هېچا ته دا اجازه ورنه کړي چې د دوی د قدرتي وسایلو او طبیعي نعمتونو د ملکیت دعوه وکړي او سرنوشت یې وټاکي.
تر اوسه افغانستان نه و توانېدلی چې له خپلو طبیعي زیرمو په ځانګړي توګه له اوبو څخه ګټه واخلو، خو ولسمشر محمد اشرف غني په دې برخه کې ډېر کار وکړ اوبو ته يې ځانګړې پاملرنه وکړه او د برېښنا سترو بندونو په جوړولو سره يې اقتصادي پرمختيا تضمين او ډېری دوه مخي ګاونډين لاس تر زنې کېنول.
زه د ولسمشر محمد اشرف غني د اوبو د مهارولو د دريځ ملاتړی يم او هيله لرم چې افغان حکومت ايران او پاکستان ته د افغانستان ۸۰ سلنه ور روانې اوبه مهار کړي او د برېښنا بندونه پرې جوړ کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا