اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

مولوی عبدالکبیر: شیعه ګان د افغانستان تولنه یوه لویه کتله ده

دید خبری اژانس: د طا-لبانو سرپرست لومړی وزیر مولوی عبدالکبیر له یوشمیر شیعه دیني عالمانو سره په کتنه کښې شیعه ګان یوه مهمه ډله وبلله چې د «شریعت» په رڼا کې مساوي حقوق لري.

د طا-لبانو د لومړی وزیر سیاسي مرستیال او سرپرست د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر علماوو او مخورو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

هغه په ​​دې کتنه کې وويل: شيعه ګان د نورو افغانانو په شان د هېواد د اتباعو يوه مهمه برخه ده او ټولو ته د شريعت په رڼا کې برابر او عادلانه حقوق ورکول کيږي.

هغه زیاته کړه: له اسلامي امارت سره د شیعه عالمانو او مخورو کسانو ناسته او د همکارۍ ډاډ ورکول کولای شي د افغانستان د پرمختګ لامل شي او حکومت دې برخې ته لومړیتوب ورکوي.

مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه چې د شیعه ګانو د ستونزو د هواري په خاطر به اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.

د ارګ د راپور له مخې، شیعه عالمانو هم د ستونزو د هواري په موخه له طالب چارواکو سره د شیعه ګانو په ګډون د بېلابېلو طبقو د خلکو ترمنځ د تعامل او خبرو د دوام غوښتنه وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا