اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د محرم د ماتم لپاره هیڅ محدودیت نشته

ډید خبري اژانس: په داسې حال کې چې د محرم میاشت په رارسېدو ده او د ماتم پر مراسمو د بندیزونو په اړه اوازې خپرېږي، د افغانستان د شیعه ګانو استازي وايي چې د طا-لبانو له لوري د دې مراسمو پر ترسره کېدو کوم بندیز نه دی اعلان شوی.

د عاشورا د نمانځنې کمیسیون چې د شیعه ګانو له استازو څخه جوړ دی، اعلان وکړ چې تر اوسه پورې د عاشورا د نمانځنې د څرنګوالي په اړه د طا-لبانو له امنیتي چارواکو سره رسمي غونډه نه ده شوې، نو د عاشورا په مراسمو باندې هیڅ ډول بندیز نه دی لګول شوی.

د حسیني عاشورا په ورځ د محرم په میاشت کې د افغان شیعه ګانو د ماتم د منع په اړه ځینې خبرونه او اوازې خپرې شوې دي، خو دغه کمیسیون دا خبره ردوي.

د عاشورا د مراسمو کمیسیون زیاته کړه: د محرم د مراسمو په اړه د طا-لبانو له خوا د هرې پریکړې په اړه به دغه کمیسیون ته خبر ورکړي، خو تر اوسه د محرم د لمانځلو د څرنګوالي په اړه کوم خبر نه دی ترلاسه شوی.

په همدې حال کې د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي: امنیتي ځواکونه د محرم د مراسمو د امنیت د تامین لپاره شپه او ورځ کار کوي، څو هېوادوال په ډاډمنه فضا کې دغه مراسم ترسره کړي.

هغه زیاته کړه: د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه د محرم الحرام د امنیت د تامین په موخه یو پلان جوړوي، ترڅو د تیر کال په څیر په افغانستان کې د دې ورځو د ترسره کیدو شاهدان واوسو.

له دې مخکې د کابل والي محمد قاسم خالد د محرم په ورځو کې د لا ښه امنيت د تامينولو په خاطر د اړوندو ارګانونو له مسئولينو سره په کتنه کې وويل: د افغانستان د شيعه وګړو د امنيت تامينول زموږ مسووليت دى.

هغه د طا-لبانو امنیتي مسوولینو ته په خطاب کې زیاته کړه: د محرم په ورځو کې د شیعه هېوادوالو د لا ښه امنیت د تامین په خاطر، د هغوی ځانګړو ځایونو ته پام وکړئ او هیچاته اجازه ورنکړل شي چې د شیعه ګانو مراسمو ته زیان ورسوي.

د يادونې وړ ده، چې تېر کال د محرم په مياشت کې د طالبانو له لوري په کابل کې پر ماتميزو ډلو بنديزونه ولګول شول او د محرم په لسمه نېټه هم ټولې مخابراتي شبکې تړل شوې وې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا