اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍټولنه

پاکستان: په تېره یوه نیمه میاشت کې ۱۷۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي

ډید خبري اژانس: پاکستاني چارواکو ویلي چې په تېره یوه نیمه میاشت کې څه باندې ۱۷۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د ډان د راپور له مخې، پاکستاني سرحدي چارواکو ویلي چې پرون د تورخم له لارې څه باندې ۶۵ زره افغانان له پاکستانه ووتل، چې له دې سره د راستنېدونکو ټولټال شمېر ۱۷۰ زرو ته ورسېد.

دغه شمېر کډوال په خپله خوښه د سپټمبر له ۱۷مې له پاکستانه ووتل، چې وروسته اسلام اباد دوی ته د اکتوبر تر ۳۱مې نېټې پورې وخت ورکړ.

د پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې، ټولټال ۱۷۴۳۵۸ افغانان په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي او دا لړۍ دوام لري.

د رسمي معلوماتو له مخې پرون د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۵۸۴ افغانان له پاکستانه وتلي دي.

د داوطلبانه راستنیدو سربیره، هغه افغانان چې په کوچنیو جرمونو کې د لاس لرلو په تور زنداني شوي وو، هم ایستل شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، د نومبر له لومړۍ او ۴مې تر منځ له خیبر پښتونخوا، پنجاب او اسلام اباد څخه څه باندې ۵۰۰ بندیان ایستل شوي دي.

د پنجاب له بېلابېلو سیمو څخه ۱۹۴ نور بندیان د تورخم بندر ته د بېرته ستنولو په موخه لېږدول شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا