اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د برتانیې د پارلمان د دفاعي کمیټې مشر د طا-لبانو په اړه خپله پریکړه «غلط» وبلله

دید خبری آژانس: د برتانیې د پارلمان د دفاعی چارو د کمیټې مشر چې له طا-لبانو سره یې د خپل هیواد د تعامل غوښتنه وکړه او ویې ویل چې په افغانستان کې باید د بریتانیا سفارت بیرته پرانستل شی، د افغانستان د وضعیت په اړه خپل قضاوت «غلط» وباله.

ټوبیاس ایلووډ په دې وروستیو کې یوه ویډیو له خپلې ټویټر پاڼې لیرې کړه چې په کې یې د طا-لبانو لاسته راوړنې ستایلې وې.

ایلووډ د برتانوي تلویزیون سره په مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: زه نه پوهیږم چې زه به څو ځله تکرار کړم چې زه غلط وم.

د همدې مرکې په ترڅ کې د برتانیې د پارلمان دغه غړي ژمنه کړې وه چې د افغانستان په اړه یې له خپلې ټویټر پاڼې څخه خپره شوې ویډیو لیرې کړي او همداسې یې وکړل.

په همدې حال کې ټوبیاس ایلووډ په دې وروستیو کې په برتانوي ورځپاڼې «ټلګراف» کې یوه لیکنه خپره کړې چې له طا-لبانو سره یې د لویدیځو هېوادونو په ځانګړې توګه د بریتانیا د تعامل غوښتنه کړې ده.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه یوه ویډیو هم خپره کړې چې پکې د طا-لبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د پرمختګونو په توګه د امنیت د ښه والي، ازاد تګ راتګ او د پراخ فساد او نشه یي توکو د له منځه وړلو یادونه شوې ده.

د ایلووډ دغه څرګندونې د برتانیا د ولسي جرګې د دفاعي کمیټې د غړو د ناخوښۍ لامل شوي او دوی ګواښ کړی چې ایلووډ به د دفاعي کمیټې له رییس څخه لیرې کړي.

د برتانیې د پارلمان د دفاعي کمیټې غړي مارک فرانسوا دغه ویډیو «بلکل عجیبه» وبلله او تور یې ولګاوه چې «د طا-لبانو د مدیریت ستاینه کوي».

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا