اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

په اندونیزیا کې له یو شمېر سیاسي فعالانو سره د طا-لبانو د استازو غونډه

دید خبری آژانس: د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د طا-لبانو د استازو او د دغه هېواد د یو شمېر سیاسي فعالانو ترمنځ غونډه ترسره شوه.

سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د سلاکار فاروق اعظم په مشرۍ د طا-لبانو پلاوی له تېرو څو ورځو راهیسې په اندونیزیا کې د تړلو دروازو تر شا غونډه کوي.

د دواړو خواوو په غونډه کې د ګډون کوونکو ټولټال شمېر ۳۰ تنو ته رسېږي.

د افغانستان یو شمېر سیاسي او مدني شخصیتونه چې په کې پخوانی ډیپلومات عمر صمد، کاون کاکړ، اصیله وردګ پخوانۍ ډیپلومات، فاطمه ګیلاني د سرې میاشتې پخوانۍ رییسه، فیض ځلاند د کابل پوهنتون استاد، احسان ضیا د کلیو د بیارغونې او پراختیا پخوانی وزیر، د ولسي جرګې غړی عبدالقیوم سجادي، جعفر مهدوي سیاسي فعال، ویس برمک د کورنیو چارو پخوانی وزیر، ګلالي صافی د ولسي جرګې پخوانۍ غړې. په دې غونډه کې د مدني ټولنې فعالې خدیجه مهدوي، سیاسي فعال ایوب عرفاني هم حضور درلود.

دا غونډه وروسته له هغه جوړه شوه چې د طا-لبانو یوه پلاوي په خاموشۍ سره اندونیزیا ته سفر وکړ.

تر اوسه طا-لبانو او سیاسي څېرو په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا