اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست

د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د پوهنې د حق د دوو فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د بښنې نړیوال سازمان په یوه لیک کې د ښځو د تعلیم له حق څخه د دفاع په موخه د ۲ بندیانو د سمدستي او غیر مشروطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان د استخباراتو د مشر عبدالحق وثیق په نوم په یوه لیک کې د بشري حقونو د فعالانو احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان په وینا، دغو دوو کسانو له «فکر بیټر» موسسې سره کار کاوه او د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر ۱۷مه (۲۵تله) د کابل له کارته چهار سیمې څخه د استخباراتو له خوا ونیول شول.

د بښنې نړیوال سازمان د دوی توقیف د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو خلاف بللی دی.

د يادونې وړ ده، چې سرپرست حکومت تر دې وړاندې د پوهنې او بشري حقونو يو شمېر فعالان بنديان کړي او له څو مياشتو وروسته يې خوشې کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا