اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست

ریچارډ بنټ: جنسي ځورونه د انسانیت ضد جرم دی

ډیډ خبري اژانس: د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي جنسي ځورونه د نړیوالو قوانینو له مخې د بشریت ضد جرم بللی دی.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت ریچارډ بنټ وویل، افغان ښځې به یوازې پاتې نه شي او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له عاملینو سره به د خپلو اعمالو حساب کتاب وشي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو کارپوهانو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه وینا کې ویلي وو چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره ناوړه چلند د بشریت ضد جرم بلل کېدای شي.

دغو کارپوهانو پر افغان ښځو او نجونو د بندیزونو په اړه وویل چې دا کړنې باید د نړیوالو قوانینو له مخې د جنسیتي ځورونې په توګه وڅېړل شي او محاکمه شي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په بیانیه کې راغلي چې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له بشري حقونو او له اساسي آزادیو څخه سرغړونې په بې ساري ډول زیاتې شوي دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له طالبانو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا