اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونهټولنه

پراخه فقر؛ په بلخ کې يوه ځوان ځان وژنه کړې ده

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، په بلخ ولایت کې یوه ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

٢١ کلن عزيزالله تېره شپه (د ثور ٤مه) د مزارشريف ښار په لسمه ناحيه کې په خپل کور کې ځان زندۍ کړ.

د بلخ امنیه قومانداني د دغه خبر په تاییدولو سره ویلي چې عزیزالله له خپلې کورنۍ څخه ایران ته د تګ په موخه پیسې غوښتې وې او خبرداری یې ورکړی و چې که ورته د سفر اسانتیاوې برابرې نه شي نو ځان وژنه به وکړي.

دغه ځوان چې په اصل کې د بغلان ولايت اوسيدونکى و غوښتل يې د خپلې کورنۍ د اقتصاد د پياوړتيا لپاره ايران ته ولاړ شي.

  خو د هغه د ځان وژنې لامل بې وزلي او کمښت دی.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې د ځوانانو تر منځ د ځان وژنې کچه لوړه شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا