اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالبټولنه

د بخښنې نړیوال سازمان د نجونو د نیولو توقف غوښتنه وکړه

دید خبري آژانس: د بښنې نړیوال سازمان په کابل او غزني کې د «حجاب د نه اغوستلو» په تور د یو شمېر نجونو د نیول کېدو په اړه د خبر له خپرېدو وروسته، د بښنې نړیوال سازمان د دغو بندیانو د بندېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې دغه کړنه د ښځو ازادي نوره سرغړونه ده.

د بښنې نړیوال سازمان پرون (جمعه د جدې په ۱۵مه) په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې د ښځو پر وړاندې ظلم باید «سړند» ودرول شي. دغه سازمان د نیول شویو نجونو د خلاصون غوښتنه هم وکړه.

په تېرو څو ورځو کې د پلازمېنې په لوېديځ کې د دشت برچي په ګډون د کابل په يو شمېر سيمو کې محتسبانو د ښځو او نجونو جامې کنټرولولې او يو شمېر نجونې يې د حجاب د نه مراعاتولو له امله نيولي دي.

خو په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ هم د بندیانو د خلاصون غوښتنه کړې او د ښځو د بشري حقونو په رعایت یې ټینګار کړی دی.

په همدې حال کې د غزني ولایت له جاغوري ولسوالۍ څخه هم راپورونه ښيي چې د سرپرست حکومت له خوا یو شمېر ښځې او نجونې د میک اپ د کولو او د حجاب د نه مراعاتولو په تور نیول شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا