اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

بغداد ته د بلینکن له سفر وروسته د عراق صدراعظم ایران ته ولاړ

دید خبری اژانس: بغداد ته د انتونی بلینکن له سفر وروسته د عراق لومړی وزیر محمد شیاع السودانی تهران ته لاړ او د ایران له مشر آیت الله سید علی خامنه‌ای سره یې وکتل.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د عراق لومړي وزیر او ورسره مل پلاوي نن دوشنبه (د عقرب ۱۵ مه) د ایران له مشر آیت الله خامنه‌ای سره وکتل.

د عراق لومړی وزیر په داسې حال کې ایران ته تللی چې په غزه کې د اوربند لپاره هڅې تر اوسه ناکامې شوې او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن هم بغداد ته تللی دی.

د کارپوهانو په اند، په پام کې ده چې د عراق صدراعظم به تهران ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر پیغام ورسوي.

خو په غزه کې چې د اسراییلو له خونړیو بمباریو سره مخامخ دی، تر اوسه پورې نړیوالې او سیمه ییزې هڅې د اوربند په رامنځته کولو کې پاتې راغلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا