اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې ماشومان له لوږې سره ښوونځي ته ځي

دید خبري آژانس د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې له ۱۰ کورنیو څخه ۹ یې کافي خواړه نه لري.

د ملګرو ملتونو دې ادارې په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې اکثره ماشومان له لوږې سره ښوونځي ته ځي.

دغه نړیوال چارواکي زیاته کړه چې هیڅ ماشوم باید په تشه معده ساینس زده نه کړي.

د نړۍ د خورو پروګرام دا هم ویلي، چې د روان کال په ترڅ کې یې د ښوونځي یو میلیون ماشومانو ته چې نیمايي یې نجونې دي، د سهارنۍ لپاره غذايي خواړه ویشلي دي.

د يادونې وړ ده، چې د بنديزونو له زياتېدو سره يو شمېر مرستندويه موسسو په افغانستان کې خپل فعاليتونه بند کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا