افغانستانروستي خبرونهسیاست

د یوناما نوی مشر مارکوس پوتزل کابل ته راغلی

د ډید خبري اژانس: یوناما وايي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی مارکوس پوتزل کابل ته راغلی دی.

د یوناما نوی مشر مارکوس پوتزل کابل ته راغلی

د ۲۰۲۲ کال د جون په لومړۍ نېټه، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش جرمن دیپلمات مارکوس پوتزل په افغانستان کې د خپل ځانګړي استازي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د مشر په توګه وټاکه.
مارکوس پوتزل د افغانستان په اړه وویل: زه دا ځل د یوناما د مرستیال په توګه افغانستان ته د عزت او درناوي په احساس سره راستون شوم. زه د افغانستان د خلکو لپاره کار کولو ته ژمن یم، ځکه چې هیواد یې په دې دوره کې له حساسو شیبو څخه تیریږي.
یوناما وايي ښاغلی پوتزل د جولای په درېیمه کابل ته راغلی دی.
نوموړی د افغانستان په چارو کې د ۸ کلنې دندې په ګډون په ډیپلوماسۍ او نړیوالو همکاریو کې ۲۷ کلنه مسلکي تجربه لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا