اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍټولنه

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د رواني روغتیا له کړکیچ سره د مقابلې لپاره لس میلیونه یورو مرسته وکړه

ډید خبري اژانس: اروپايي ټولنې د مالي مرستو په دوام دا ځل هم د روغتیا نړیوال سازمان ته لس میلیونه یورو ورکړي چې په افغانستان کې د رواني روغتیا او معتادینو له کړکېچ سره مقابله وکړي.

د روغتيا نړيوال سازمان او اروپايي ټولنې په دې وروستيو کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه نوې مرسته اعلان کړه.

د دې اعلامیې پر بنسټ، دا پیسې به د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر ته ورکړل شي ترڅو په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ګډون د زیان منونکو ټولنو لپاره د رواني روغتیا او د مخدره توکو د ناوړه ګټه اخیستنې خدمتونه پراخ کړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي مشرې رافائلا یودیچ وویل، هراړخیز روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی د هغو کسانو لپاره مهم دی چې د نشه یي توکو د استعمال له امله له رواني ستونزو او اختلالاتو سره مبارزه کوي.

هغه زیاته کړه چې له دغو کسانو سره باید په ټولنه کې د بیا یوځای کېدو په برخه کې مرسته وشي او په همدې خاطر اروپايي ټولنې د روغتیا له نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو له نشه‎يي موادو او جرمونو سره د مبارزې له دفتر سره خپلې مرستې زیاتې کړې دي.

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان د دفتر مشرې لودا پینګ هم ویلي، چې د اروپايي ټولنې نوې مرستې به د رواني روغتیا په برخه کې له ننګونو او د نشه یي توکو د کارونې له امله رامنځته کېدونکو ستونزو سره د مقابلې هڅې اسانه کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا