افغانستانروستي خبرونهنړۍ

د افغانستان په باب د ناټو او روسیې خبرې

تاند- د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي چې د پنجشنبې په ورځ د ناټو – روسیې د شورا په غونډه کې اوکراین، افغانستان او شفافیت د دوی د خبرو په کلیدي مسایلو کې شامل ول.

د ناټو سرمنشي له غونډې وروسته په بروکسل کې له خبریالانو سره د خبرو په مهال وویل، د ناټو غړي او روسیه د اوکراین په اړه پر ځینو بنیادي مسلو اختلاف لري.

ستولتنبرګ د کریمیا ټاپووزمې، د اوکراین د ختیځ او د شخړې له سیمې د درنو وسلو د ایستلو موضوعګانې اختلافي وبللې.

ده په عین حال کې د مینسک د موافقو اجرا د اختلافاتو د حل کولو لپاره ضروري وبلله.

د ناټو سرمنشي ستولتنبرګ وویل چې د افغانستان امنیتي وضعیت- چې ستونزمن دی- د پنجشنبې د ورځې د غونډې په اجنډا کې شامل و.

«ثبات لرونکی افغانستان د سیمې د امنیت لپاره ضروري دی. د ناټو غړي او روسیه لېوال دي چې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت ملاتړ وکړي او د ازاد، خوندي او ولسواک افغانستان لپاره کار وکړي.»

دا په داسې حال کې دي چې د ناټو ځینو غړیو په وروستیو کې روسیه له طالبانو سره په تماس لرلو او دې ډلې ته د مالي او پوځي مرستو په ورکولو تورنه کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا