افغانستانروستي خبرونهسیاست

ملي وحدت حکومت ته دوه ګوندونه یوه خوله شول

تېره ورځ په کابل کې د پخواني حکومت ځينو چارواکو د خلکو محور په نوم يو نوی ګوند اعلان کړ، چې په سر کې يې د پخواني حکومت د ملي امنيت شورا سلاکار رنګين دادفر سپنتا او د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبيل قرار لري.

د دغه ګوند د اعلان په غونډه کې د ملي امنيت پخواني رئيس په اوسني ګډ حکومت نيوکې وکړې او ويې ويل چې د ملي حکومت په راتلو سره ځينې ستونزې زياتې شوي چې خلک يې په اندېښنه کې اچولي دي.

نوموړي وويل، چې د دوی د ګوند رامنځته کېدو هدف د حکومت اصلاح، پر وخت شفاف ټاکنې او د قومونو يووالی دی.

هغه د افغانستان اوسني ګډوډ حالت ته په کتو سره وویل، چې نه سوداګر، نه سياستوال او نه عام خلک په دې پوهېږي چې يوه اوونۍ وروسته به څه کېږي.

هغه زياته کړه، چې د ګډ حکومت د مشرانو تر منځ اختلافاتو خلک بې باوره کړي دي.

دغه راز د غونډې برخه والو ته د بهرنيو چارو پخواني وزير رنګين دادفرسپتنا وويل، چې د حکومت کړنې خلکو ته د منلو وړ نه دي او له حکومت نه يې غوښتنه وکړه چې د روان کړکيچ د ختمولو لپاره دې ژرترژره لويه جرګه راوبلل شي.

د دغه ګوند غړي وايي، ګډ حکومت د لاسته راوړنو پرځای نيمګړتياوې ډیرې لري او په خبره يې چې ورځ تر بلې په هېواد کې امنیتي وضعيت خرابيږي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د بلخ والي او د نوي جوړ شوي حکومت ضد ائيتلاف غړي عطاء محمد نور هم په دغه ولايت کې يوې غونډې ته د خبرو پر مهال وويل، چې په ملي يووالي حکومت کې زورواکي او ديکتاتوري زياته شوې، د وزيرانو، رئيسانو او واليانو واک انحصار شوی او حکومت څو محدود کسان اداره کوي.

عطاء نور زياته کړه، چې په حکومت کې ګومارنې د پيسو او واسطو په بدل کېږي چې ورسره په حکومتي ادارو کې د نااهله کسانو ونډه زياته شوې او د بې کفايتۍ لامل ګرځېدلی دی.

هغه نيوکه وکړه، چې د حکومت مهم پوستونه، د تدارکاتو کمېسيون او کليدې ادارې د مفسدو کسانو په لاس کې دي، قراردادونه د شراکت او اړيکو پر اساس ورکول کېږي او پيسې يې دوبۍ ته وړل کېږي.

نوموړی وايي، په دې خاطر يې له اجرائيه رياسته خپله لاره جدا کړه چې د خپلو خلکو له حقونو يې دفاع ونشوه کړای او زياتوي چې د حکومت او ځينو نورو بې تفاوتيو له امله يې له جنبش او وحدت اسلامي سره ګډ حکومت ضد ائيتلاف رامنځته کړی دی.

د بلخ والي له نړیوالو غوښتنه وکړه چې د ملي یووالي حکومت د بې کفايتۍ په پام کې نیولو سره دې طرف نه واقع کېږي او د دغسې حکومت او د خپل کاري مدیریت په اړه دې تجدید نظر وکړي.

نور وويل، ځینې داسې ګمان کوي چې د ده، عبدالرشید دوستم او محمد محقق ایتلاف د نورو هېوادونو په اشاره جوړ شوی، خو د ده په وينا دا د دوی خپله طرحه ده او په هېچا پورې تړلي نه دي.

د بلخ والي او د جمعيت اسلامي اجراييه مشر عطامحمد نور ولسمشر غني په غلا او ديکتاتورۍ تورن کړی او ژمنه يې کړې، که حکومت د اصلاحاتو لپاره گامونه پورته نه کړي، دوی به د حکومت پر ضد هر گام پورته کړي او په دې اړه د نړيوالو له مرستو هم نټه نه کوي.

کابل کې د وروستيو لاريونونو پر مهال د پيدا شوي تاوتريخوالي په اړه هم نور وويل، چې حکومت د خلکو د غوښتنو ځواب په ټوپک ورکوي او زياته کړې يې ده، چې «له همدې امله نور د دې حکومت ملاتړ نه کوي.»

نږدې دوه اوونۍ وړاندې عطاء نور، دوستم او محقق “افغانستان د ژغورنې لپاره د ايتلاف عالي شورا” په نوم ائيتلاف رامنځته کړ او په خبره يې چې ډېر ژر به په کابل کې د دغه ائيتلاف رسمي اعلان وکړي.

حکومت په دې هڅه کې دی، چې د دوستم او ايشچي د قضيې ختمولو او نورو امتيازاتو په ورکولو سره معامله وکړي او دغه ائيتلاف له منځه يوسي.

په داسې حال کې د حکومت ضد څرګندونې کېږي، چې تېره ورځ د ولسمشر غني دويم مرستيال سرور دانش يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې حکومت د روانو شخړو او بې باوريو له امله د سقوط په لور روان دی او له سياستوالو نه يې غوښتنه وکړه چې دوی دې د ملت د هوساينې لپاره کار وکړي.

افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي په دې وروستيو کې د حکومتي چارواکو څرګندونو ته په اشاره ويلي، که د حکومت په ميکانيزم کې بدلون را نه شي، افغانستان يو ځل بيا له داسې بحران سره مخ کېدای شي، چې بيا به يې سمبالول ناشوني وي.

 

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا