افغانستانروستي خبرونهټولنه

د خوړو نړیوال پروګرام:

ټول افغانستان د خوراکي توکو له نه خوندیتوب سره مخ دی/ موږ د بودیجې د نشتوالي له امله مرستې کمې کړې

ډید خبري اژانس: د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، د افغانستان ټول ۳۴ ولایتونه د خوراکي توکو له سخت بحران او ناامنۍ سره مخ دي.

ټول افغانستان د خوراکي توکو له نه خوندیتوب سره مخ دی/ موږ د بودیجې د نشتوالي له امله مرستې کمې کړې

دغه برنامه وویل چې ۱۸٫۹ میلیون خلک – د هیواد نږدې نیمایي نفوس – اټکل کیږي چې د ۲۰۲۲ د جون او نومبر ترمینځ خورا سخت خوراکي خوندیتوب ولري.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې ۴.۷ میلیونه ماشومان، امیندواره او شیدې ورکوونکي ښځې د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.
دغه پروګرام زیاته کړه چې د جولای په میاشت کې یې له دوو میلیونو څخه زیاتو خلکو سره د ژوند ژغورونکي خوراکي او تغذیې مرسته وکړه.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي دي چې د بودجې د محدودیت له امله د مرستو کمولو ته اړ شوی دی.
افغانستان د سیاسي پرمختګونو په تعقیب سږ کال د وچکالۍ تر څنګ د فقر او لوږې له بحران سره مخ دی. په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بازارونو کې د اومو موادو بیه هم دوه برابره شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا