اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

نیکلاسن: اروپايي ټولنه د دوحې په غونډه کې د افغانستان له خلکو ملاتړ کوي

دید خبری اژانس: د افغانستان لپاره د اروپایی اتحادیې ځانګړی استازی په دوحه کښې په راتلونکی غونډه کښې د افغانستان له خلکو سره د دغه اتحادیې د غړیو هیوادونو ملاتړ اعلان کړ.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن تېره ورځ په بروکسل کې د پاکستان او اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وکتل او د افغانستان پر وضعیت یې ورسره خبرې وکړې.

نیکلاسن په خپل ایکس پانه کې لیکلي: زه په بروکسل کې د بهرنیو چارو له وزیر جلیل جیلاني سره د لیدنې له فرصت څخه مننه کوم. موږ د افغانستان له خلکو سره د اروپايي ټولنې د مرستو، ښوونې او روزنې، اقتصادي پراختیا، حکومتدارۍ او امنیت په اړه خبرې وکړې او په دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د یوې بریالۍ سرمشریزې لپاره مو ګډې هیلې په دوو اونیو کې وکړې.

همدارنګه د اروپايي ټولنې استازي زیاته کړه: خوښ یم چې په بروکسل کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې د افغانستان د وضعیت، د بین الافغاني مذاکراتو د اهمیت او د ټولو لپاره د تعلیمي فرصتونو په اړه خپل نظرونه او نظریات شریکوم.

د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان په دوه اونيو کې د افغانستان په اړه په دوحه کې غونډه کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا