اسلایدشوافغانستاند سولی پروسیروستي خبرونهسیاست

کرزی ترکیې ته تللی چې له سیاستوالو سره وګوري

دید خبری آژانس: راپورونه وایی چې د هیواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی ترکیې ته تللی چې له سیاستوالو، ګوندی مشرانو او مشهورو شخصیتونو سره ووینی.


د افغانستان د ژغورنې د ملي شورا یوې سرچینې ویلي، چې حامد کرزی له افغان سیاستوالو سره د لیدنې او خبرو لپاره پرون ترکیې ته ولاړ.
ښاغلی کرزی به د دغه سفر په ترڅ کې له عبدالرب رسول سیاف، کریم خلیلي، عبدالرشید دوستم محمد محقق او د افغانستان ژغورنې د ملي شورا له نورو غړو سره وګوري.
کرزي تر دې مخکې په جرمني کې له فضل احمد معنوي سره کتلي وو.
د دې سفر موخه د سیاستوالو او طا-لبانو ترمنځ د اجماع رامنځته کول دي.
د يادونې وړ ده، چې د طا-لبانو له واکمنۍ وروسته پر کرزي بهر ته پر سفر بنديز ولګېد.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا