اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

په کابل کې چاودنه؛ د ۷ تنو د وژل او ټپي کیدو پخلی شوی دی

دید خبری آژانس: د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند تاییدوي چې نن سه شنبه (د جدی ۱۹مه) ماښام مهال په چاودنه کې ۳ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه چاودنه نن مازدیګر شاوخوا څلور بجې د کابل ښار د ۱۶مې امنیتي حوزې اړوند د علي خېلو په سیمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې ماين د يوه «مرسيډس» موټر په شا کې ځاى پر ځاى شوى و.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

باید وویل شي، چې دوه شپې وړاندې هم د کابل په برچي سیمه کې چاودنه شوې وه.

یوناما د دې پېښې په اړه ویلي، چې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او ټپیان دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا