اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره افغانستان د نجونو د ارمانونو گورستان بولي

ډید خبري اژانس: د معلوماتي او مخابراتو په ټکنالوژۍ کې د نجونو نړیوالې ورځې ته په اشارې سره، د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي چې افغانستان د نجونو د هیلو گورستان ګرځېدلې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې نن په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې دوی د افغانستان د نجونو تر څنګ ولاړ دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي دي: «افغان ښځې او نجونې له دې ټولو محدودیتونو سره سره بې پرې دي».

د «معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ په برخه کې نجونو» نړیواله ورځ هر کال د اپریل په څلورمه لمانځل کیږي.

دا ورځ په دې برخه کې د ښځو د رهبرۍ د پوهاوي، ګډون او پیاوړتیا لپاره نومول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ښځې او نجونې له نږدې یو کال راهیسې د ټولنې له عامه ډګر څخه په بشپړه توګه ایستل شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا