اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د کابینې غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه، پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه، پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
ده دید خبر آژانس به رپوت، د غونډې په پیل کې جمهوررئیس په هلمند ولایت کې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستي عملیات چې پکې د هند لویې وچې لپاره د القاعده شبکې رهبر او د دغې ډلې یو شمېر نور لوړ پوړي غړي ووژل شول، وستایل.
هغه زیاته کړه، له القاعده سره د طالبانو له اړیکو انکار نشي کېدای او په افغانستان کې د دغې شبکې د رهبر او یو شمېر نورو لوړ پوړو غړو وژنه، په هیواد کې د القاعده شبکې فعالیتونه په ډاګه کوي.
جمهوررئیس وویل، افغان دولت هوډ لري د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا ترڅنګ د دغه ډول پراخو عملیاتو په ترسره کولو سره د القاعده او نورو تروریستي ډلو د فعالیتونو مخه ونیسي او د دوی ځالې نابودې کړي.
همدارنګه جمهوررئیس غني د کابیني د غړو په استازیتوب د سرحدونو او قبایلو وزیر محمدشفیق ګل اغا شېرزي د مور بي بي د مړینې په مناسبت د خپلې ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل، مرحومې ته یې د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر دعا وکړه.

د اجنډا مطابق د عدلیې وزیر پر زیاتېدونکي ارزښت د مالیې د مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابېنې تائید نه کړه او مالیې وزارت یې موظف کړ چې یاده طرحه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د رئیس تر نظر لاندې له اړوندو بنسټونو سره بیا وګوري او دوباره یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
په همدې ترتیب د عدلیې وزیر اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړو د تنخواو او امتیازاتو طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې د دولتي مقاماتو د معاشاتو قانون مندرج (۵) ضریب د رئیس لپاره او (۴) ضریب د دغه کمېسیون د غړو لپاره تصویب کړ، دغه راز اړوند اداره یې موظفه کړه چې د دغه کمېسیون د تنخواو وړاندیز پړاوونه دې د ټولو مشابه کمېسیونونو مطابق بشپړ کړي.
وروسته د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د افغانستان د غذايي موادو د خوندیتوب او کنټرول ملي ادارې ایجاد د طرحې مسوده غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې، تصویب کړه.
ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د کنړ ولایت مرکز اسعداباد ښاروالۍ ته د قېمتي ډبرو د پروسس او نندارتون د مارکېټ جوړولو لپاره د ۱۶۰۶ مترمربع دولتي ځمکې موازي لېږد غونډې ته وړاندې کړ چې تصویب شو.
همدارنګه نوموړي په هرات ولایت کې د ایران اسلامي جمهوریت قونسلګرۍ د جوړولو لپاره د ۱۶۰۰ مترمربع موازي ځمکې لېږد، د کابل ښار په دارلامان سیمه کې د ۲۲۴۸ مترمربع او په شهرنو سیمه کې د ۹۰۰،۳۶ مترمربع ځمکو د موازي لېږد په بدل کې غونډې ته وړاندې کړ چې تصویب شو.
وروسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنایعو او خصوصي سکتور د انکشاف معین د (۲۰۱۹- ۲۰۲۳) کلونو اړوند د افغانستان د سوداګرۍ ملي پالیسي غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې په پرنسیب کې تائید کړه.
وروسته د شهیدانو او معلولنیو په چارو کې د دولت وزیر د معلولینو د اشتغال او کارموندنې د پراختیا او ملاتړ طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې تصویب کړه.
دغه راز د غونډې په بله برخه کې د ترانسپورټ وزیر د هوایي ډګرونو د هوایي چلند له فیس څخه د معافیت په اړه د پکتیک د هوایي چلند غیردولتي او غیرانتفاعي موسسې وړاندیز غونډې ته وړاندې کړ چې تصویب نه شو.
دېته ورته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د سیلو د مرکزي تصدۍ د ۶۴ تنقیص شویو بستونو د معاشاتو د ورکړې او د ۱۱ متقاعدینو د اکرامیو لپاره د دغې تصدۍ له دوراني پانګې څخه د ۶،۲ میلیون افغانیو د مجرایي غوښتنه وکړه چې کابینې تصویب کړه.
د غونډې په پای کې د بهرنیو چارو سیاسي معین د بین المللي معاهدو اووه موارد غونډې ته وړاندې کړل، چې تصویب شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا