اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

د ملي امنیت سلاکار د سیکانو ګوردوارې ته د تسليت او خواخوږي په موخه ورغی

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن ماښام په کابل کې د سیکانو ورونو له هغې ګوردوارې نه چې نن پرې تروریستي برید شوي وو او له امله یې یو شمیر کسان قرباني شول لیدنه وکړه.

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن ماښام په کابل کې د سیکانو ورونو له هغې ګوردوارې نه چې نن پرې تروریستي برید شوي وو او له امله یې یو شمیر کسان قرباني شول لیدنه وکړه.
د ملی امنیت سلاکار دفتر د رپوت له مخی، په دغه لیدنه کې چې د افغانستان د پارلمان رئیس او مرستیال یې د ملي امنیت سلاکار سره ملتیا کولو ، ډاکټر محب د قربانیانو کورنیو ته د ولسمشر د خواوخوږي او تسلیت مراتب وړاندې کړ او وویل، دښمن یو ډارن دښمن دی ستاسو غم د ټول افغانستان غم دی.
د ملي امنیت سلاکار د افغانستان په کچه د سیکانو ورونو او خویندو د امنیت په موخه پر پرېکندو اقداماتو ټینګار وکړ او وویل، چې پر دغه موضوع به په یوه خاصه امنیتي جلسه کې چې د سیکانو استازي به هم پکې شامل وي تصمیم ونیول شي.
ښاغلي محب په افغاني ټولنه کې د سیکانو او هندوانو له ونډې، میړانې اودبرخې اخیستو نه مننه او قدرداني وکړه.
دغه راز د سیکانو او هندوانو په استازي توب د پارلمان غړې انارکلي هنریار خبرې وکړې او په دغه تروریستي برید کې د خلکو د ژوند په خوندي توب کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له هڅو مننه وکړه .
آغلې هنریار وویل: موږ د دغو دښمنانو نه چې د ټول افغانستان دښمنان دي ویره نلرو او افغانستان ته به خپل خدمت ته دوام ورکړو

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا