اسلایدشوروستي خبرونهنړۍ

په عشق آباد کې د کسپین سرمشریزه اجلاس

د دید خبري آژانس د خبر له مخې د کسپین د ساحلي هېوادونو د سرمشریزې شپږم پړاو په ترکمنستان کې ترسره شو.

د دید خبري آژانس د خبر له مخې د کسپین د ساحلي هېوادونو د سرمشریزې شپږم پړاو په ترکمنستان کې ترسره شو.

د کسپین د سمندرګي شپږم پړاو غونډه پرون د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې پیل شوه.
په دې سرمشریزه کې د روسیې، قزاقستان، ترکمنستان، ایران او اذربایجان مشرانو ګډون او وینا وکړه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان دې غونډې ته په اشارې سره په یوه ټویټ کښې ولیکل: ډاکټر رییسی نن په عشق آباد کښې د کسپین د ساحلی سرمشریزې په څنډه کښې د کسپین د حقوقی کنوانسیون د اساسی کرښې د جوړولو د موافقې د اجرا غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړه ابراهیم رییسی په دغه کتنه کښې د کسپین سمندرګی، عمان او فارس خلیج کښې د ایران مهم دریځ او زمونږ د هیواد د خاص ټرانزیټ ګټې بیان کړې.
ټاکل شوې وه چې د کسپین ساحلي سرمشریزې شپږم پړاو تېر کال ترسره شي، خو د کرونا ویروس د خپرېدو د محدودیتونو له امله سږ کال وځنډول شو.
دغه ناسته د سیمه ییزو هېوادونو او د هغوی د ولسونو ترمنځ د رغنده خبرو اترو د پياوړتیا لپاره یو مهم ګام وبلل شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا