اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د عربستان او پاکستان د پوځي چارواکو تر منځ د غونډې تمرکز له ترهګرۍ سره مبارزه ده

ډید خبري اژانس: د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د سعودي د شاهي ځمکني ځواک (آر ایس ایل ایف) قومانډان جنرال فهد بن عبدالله المطار د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره لیدلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو (ISPR) له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو لورو پرون د پوځ په مرکزي دفتر کې د سیمې پر وضعیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو د نظر تبادله وکړه.

د دغه راپور پر بنسټ، دغو دوو لوړ پوړو پوځي چارواکو په بېلابېلو دوه اړخیزو برخو کې د دفاع، امنیت، پوځي روزنې او همداراز د سیمه ییزو حالاتو او په منځني ختیځ کې د روانو شخړو په اړه خبرې کړې دي.

دسعودي چارواکي دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان دپوځ کردار او په سيمه کې دسولې په راوستو کې دقربانيو ستاينه کړې ده.

د غزې او کشمیر په اړه هم خبرې شوې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا