Uncategorizedاسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

ایران رسماً د شانګهای سازمان غړی شو

دید خبري آژانس: ایران د روسیې، چین، هند، پاکستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د مشرانو په حضور کې نن سه شنبه (د سرطان ۱۳مه) په رسمي ډول د شانګهای د همکارۍ سازمان دایمي غړی شو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د دغه هېواد غړیتوب رسماً اعلان شو.

د دغه سازمان شلمه غونډه د هند په کوربه توب په نوي ډهلي کې جوړېږي او د دغه سازمان غړو هېوادونو له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د شانګهای د همکارۍ په سازمان کښې د خپل هیواد غړیتوب د ټول شموله او ګاونډیتوب د بهرنی سیاست د پیاوړتیا او اسیا ته د پاملرنې په لاره کښې یو مهم ګام وباله.

په دې کتنه کې چې په حقیقت کې جوړه شوې وه، زیاته کړه: د سازمان د نهم غړي په توګه، د همکاریو د پراختیا، موخو ته د رسیدو او له بشپړو ګټو څخه د ګټې اخیستنې لپاره هلې ځلې کوو.

د روسيې او چين په ګډون د دغه سازمان غړو هېوادونو ايران ته د نهم غړي په توګه د غړيتوب له امله مبارکي وويله.

تر دې مخکې چین، روسیه، هند، قزاقستان، تاجکستان، قرغزستان، پاکستان او ازبکستان د شانګهای د همکارۍ سازمان اته مهم غړي وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا