اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

کاظمي قمي د امریکا د فتنې له کابوس د افغانستان د خلکو د ژغورلو هڅې اعلان کړې

د ډید خبري آژانس: د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی وايي، هڅه کوي افغان ولس د امریکا له وحشت او ناامنۍ څخه وژغوري.

کاظمي قمي د امریکا د فتنې له کابوس د افغانستان د خلکو د ژغورلو هڅې اعلان کړې

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په یوه ټویټ کې لیکلي، چې منځنۍ اسیا ته یې د یوه سیمه ییز سفر په ترڅ کې له چارواکو سره په بېلابېلو مسایلو په ځانګړې توګه د افغانستان د نړیوالې غونډې په اړه مشورې وکړې.
هغه زیاته کړه: «زه به د دې سرمشریزې رښتینې او اغېزمنې پایلې ته د رسېدو لپاره خپله پوره هڅه وکړم، څو د افغانستان خلک د فتنې له شپېلۍ او د امریکا له کړکېچ او بې ثباتۍ او ناامنۍ څخه وژغورل شي».
له دې وړاندې ښاغلي قمي د بلخاب د جګړې په غبرګون کې ویلي وو چې دا جګړه د امریکا فتنې ده او دغه هېواد په افغانستان کې د قومي او مذهبي جګړې په لټه کې دی.
د ایران حکومت لا هم داعش ډله په افغانستان او سیمه کې د امریکايي وحشت اصلي لامل ګڼي او پر وړاندې یې پر جدي مبارزې ټینګار کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا