افغانستانروستي خبرونه

له کندهار څخه د مېوو صادرات

د کندهار د سپین بولدک- چمن له ترانزیټي لارې د ورځې۱۰۰۰ ټنه تازه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال یونس مهمند نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال په ټولیز ډول په کندهار کې د کرنیزو توکو حاصلات ښه دي او د روان کال تر پایه اټکل کېږي چې په زرګونه ټنه تازه مېوه بهر ته صادره شي.

مهمند وايي چې په دې سره به په کندهار کې د بزګرانو او سوداګرو ژوند له اقتصادي نظره ښه شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له‎مخې اوس مهال له کندهاره د هوا او ځمکې له لارې په زیاته اندازه بهر ته د وچې او تازه مېوې صادرات کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا