Uncategorizedاسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

د مسکو غونډه؛ محقق: د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې هزاره او شیعه دوه اړخیز تبعیض تجربه کوي

دید خبری آژانس: د افغانستان د نجات د ملی مقاومت د شورا غړی محمد محقق په مسکو کښې په یوه غونډه کښې وویل، د افغانستان په اوسنیو حالاتو کښې هزاره ګان او شیعه ګان له دوه مخی تبعیض سره مخامخ دی.

ښاغلي محقق وویل: د افغانستان په تېر حکومت کې هزاره ګانو او شیعه ګانو ۲۵ سلنه ونډه درلوده. خو د طا-لبانو په کابینه کې یو وزیر هم نشته.

هغه زیاته کړه چې په لوبغالو، ښوونځیو او جوماتونو کې هزاره ګان په ډله ییزه توګه وژل کیږي.

ښاغلي محقق زیاته کړه چې په مرکزي او شمالي هزاره سیمو کې خلک کډه کولو ته اړ شوي او ځمکې یې د طا-لبانو له خوا غصب شوي دي.

محقق طالبان د «جنسي توپیر» له امله وغندل او ویې ویل: «د ښځو د کار کولو د منع کولو سربیره، دې ډلې د دوی د زده کړې حق هم اخیستی او ښځې یې د نارینه وو د ملکیتونو په کتار کې ځای کړې دي».

هغه وويل: «افغانستان د تروريستانو د ځالو په خوندي ځاله بدل شوى، چې د سيمې او نړۍ لپاره ستر خطر دى».

هغه د دوحې تړون یو «شرمناک او ډارونکی» تړون وباله.

د یادولو وړ ده چې نن د پنجشنبې په ورځ د روسیې په پلازمینه مسکو کې د طا-لبانو د مخالفینو د استازو په ګډون غونډه جوړه شوه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا