اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

بهرامي: افراطیت د استخباراتي سازمانونو وسیله کیدای شي

ډید خبري اژانس: په کابل کې د ایران پخوانی سفیر وايي، د مسکو برید په پراخه سیمه کې د داعش-خراسان د ارادې او عملیاتي وړتیا او همدارنګه په منځنۍ اسیا کې د سرتېرو د ګمارلو د وړتیا څرګندونه وه.

په کابل کې د ایران پخواني سفیر محمدرضا بهرامي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د مسکو برید د منځنۍ اسیا په پراخه سیمه کې د داعش خراسان (ISKP) د ارادې او عملیاتي وړتیا او همدارنګه د افراطي ځواکونو د راجلبولو د وړتیا نښه وه.

بهرامي زیاته کړه: که څه هم دا یو جدي ګواښ دی، خو باید یادونه وشي چې افراطیت هم د استخباراتي کړیو یوه وسیله کیدای شي.

د یادولو وړ ده چې په مسکو کې د داعش برید چې ۱۳۹ تنه پکې وژل شوي او تر ۱۸۰ زیات ټپیان شوي دي په روسیه کې په وروستیو لسیزو کې یو تر ټولو خونړی برید دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا