افغانستانروستي خبرونهسیاست

د ملي امنیت سلاکار د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له رئیسې سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پرون دبشري حقونو د خپلواک کمیسیون له رئیسې شهرزاد اکبر سره وکتل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پرون دبشري حقونو د خپلواک کمیسیون له رئیسې شهرزاد اکبر سره وکتل.
په دې کتنه کې د سولې پر پروسې او په هیواد کې د بشري حقونو په هکله خبرې وسوې.
د ملي امنیت سلاکار د سولې پروسې تر پیل وروسته د بندیانو د آزادولو د اقداماتو د یادولو تر څنګ وویل، دولت ژمن دی چې د بندخونو د ستونزو د حل په موخه د بشري حقونو له خپلواک کمیسیون او نورو بنسټونو سره په ګډه کار وکړي.
دغه راز نوموړي د هیواد د سولې په پروسه کې د بشري حقونو بنسټونو او د څو لسیزو جګړو قربانیانو ته د برخې ورکولو په اړه د دولت د ژمنتیا یادونه هم وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا