اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

د آسیا پراختیايي بانک: د قوشتپې کانال په بشپړېدو سره به منځنۍ اسیا د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي

دید خبری آژانس: د آسيا پراختيايي بانک وايي، تر ۲۰۲۸ کال پورې به د اقليمي بدلون، د اوبو د کمښت د دورې پيل او په افغانستان کې د قوشتپې کانال د کار پيل په ګډون د فکتورونو يو ځای کېدل، منځنۍ آسيا به د اوبو سرچینې له سخت او اوږدمهاله کمښت سره مخ شي.

د آسیا پراختیايي بانک اټکل کړی چې تر ۲۰۲۸ کال پورې د اقلیم د بدلون، د اوبو د کمښت د دورې پیل او په افغانستان کې د قوشتېپې کانال پرانیستل به د منځنۍ اسیا سیمه د اوبو د سرچینو له سخت او اوږدمهاله کمښت سره مخ کړي.

دې ارزونې د ۵ او ۱۲ متر مکعب کیلومترو ترمنځ د اوبو کمښت اټکل کړی دی.

د آسيا پراختيايي بانک دا هم ويلي، چې د اوبو د ساتنې پر لور روانېدل په منځنۍ اسيا کې د کرنيزو ځمکو د ظرفيت ساتلو او د خوراکي توکو د امنيت د تامينولو د ستونزې يوازنۍ حل لاره ښکاري.

دغه بانک زیاته کړې، چې دغه اړتیا یوازې د اقلیم د بدلون او د اوبو د تقاضا د زیاتوالي له امله نه، بلکې له افغانستان څخه د آمو دریا د سیند د جریان د احتمالي کمښت له امله ده.

د اسيا د پراختيايي بانک شنونکو په منځني آسيا کې د اوبو لګولو د امکاناتو د ساتلو او د اوبو د کارونې د موثريت د ښه کولو لپاره پر لسو عملي ګامونو ټينګار کړی دی.

د بانک په وینا، د دې ۱۰ ګامونو بشپړیدل به دا ممکنه کړي چې په ۲۰۲۸ کې د ارال سمندر په حوزه کې د اټکل شوي د اوبو جریان کې د پام وړ بدلونونو لپاره چمتووالی ومومي او د اوبو د کمښت احتمالي زیاتوالی ته تاوان ورکړي.

دغه بانک د شته حل لارو په منځ کې د یوې مربوطې سیمه ییزې تګلارې، د اوبو او انرژۍ د نړیوال کنسرسویم د جوړولو او د سترو پروژو پلي کول چې د پانګونې د راجلبولو په موخه یې وړاندیز کړی دی.

باید وویل شي، چې څه موده وړاندې د ازبکستان یوه پلاوي د قوشتپې کانال په اړه د خبرو لپاره افغانستان ته سفر کړی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا