اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

د افغانستان د ماليې وزارت، د همغږۍ د ګډ بورډ د ناستې نتایج مثبت ګڼي

دغه وزارت وايي، نړیوالې ټولنې د بروکسل د کنفرانس د ژمنو د پلي کولو لپاره د افغانستان روانې هڅې تائید کړې او دې هېواد ته‌یې د دوامدارو مرستو ډاډ ورکړی دی.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وویل، افغانستان د بروکسل د ناستې ډېری ژمنې چې افغانستان‌یې پر پلي کولو مکلف شوی و، پلي کړي او د نړیوالې ټولنې له استازو سره‌يې شریکې کړې دي.

ښاغلي حکیمي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړو استازو په ګډه ناسته کې پر دې خبرې له ټینګار سره چې د همغږۍ او څار د ګډ بورډ ناسته بریالۍ وه زیاته کړه:

“پرونۍ ناسته بریالۍ وه، کومې ژمنې چې موږ یې د پلي کولو وعده کړې وه، په خپل وخت او دقت سره پلي شوي. په خواشینۍ سره داسې ژمنې هم وې چې ستونزې په‌کې لرو او ځینې برخې یې ترسره شوي. ځکه په پلي کولو کې یې ستونزې لرو. د نړیوالې ټولنې استازو د افغان حکومت پر اقداماتو رضایت وښود، خو په ورته وخت کې یې ځینې اندېښنې هم له موږ سره شریکې کړې.”

ښاغلي حکیمي د انتخاباتو په برخه کې کوښښونه او له اداري فساد سره د مبارزې د مرکز جوړول، نړیوالې ټولنې ته د افغان حکومت د ژمنو د پلي کولو هڅې په ګوته کړې.

د ماليې وزیر وویل، کومې ژمنې چې په بشپړه توګه عملي شوي نه‎دي، هغه اداري فساد دی چې سیاسي، ټولنیزې او تخنیکې ستونزې یې د پلي کېدو مخه نیسي.

افغان حکومت د تېر اکټوبر په میاشت کې د بروکسل په کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې سره په ۱۵ برخو کې ژمنې کړې وې چې مهمې یې د انتخاباتي نظام اصلاحات، مالي اصلاحات، د ښځو اقتصادي او سیاسي پیاوړتیا، شفافیت، د حساب ورکړه، د قوانینو سمول او داسې نورې وې.

د مالیې وزارت چارواکي وايي، په پام کې ده چې راتلونکې ناسته د افغان حکومت د لوړپوړو چارواکو او نړیوالې ټولنې د استازو په ګډون، د روان کال د اکټوبر په میاشت کې په دې هدف جوړه شي چې د بروکسل د ۲۰۱۸ میلادي کال د اکټوبر د میاشتې ناستې ته چمتووالی ونیسي.

د همغږۍ او څار د ګډ بورډ شلمه ناسته، د یکشنبې په ورځ د افغان حکومت د چارواکو او د نړۍ د ۲۹ هېوادونو د استازو په ګډون په کابل کې جوړه شوه چې په‌کې د افغانستان په پرمختګونو او د ژمنو په برخه کې پر ستونزو بحث وشو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د مالیې له وزیر سره په ګډه ناسته کې د همغږۍ او څار د ګډ بورډ ناسته بریالۍ وګڼله ویې‌ویل، افغان حکومت په دغې ناسته کې ژمنه وکړه چې د اداري فساد د ورکولو، د عدلي او قضایي سکټور د پیاوړتیا او ملکي اصلاحاتو لپاره به هڅې جاري ساتي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو

ښاغلي یاماموتو د شویو ژمنو د یوې برخې په پلي کولو سره د افغان حکومت له هڅو رضایت وښود.

نوموړي وویل:

“د افغانستان حکومت د دغو مسایلو او په تېره د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره جدي ژمنه لري، د عدلي او قضايي مرکز جوړول یو له دې ژمنو او مېکانیزم څخه دی چې اداري فساد ته رسېدنه کوي. په عدلي او قضايي سکټور کې اصلاحات او د وړتیا له مخې ګمارنې، د افغانستان د ژمنو نښې دي. که څه هم دغه کارونه لږ دي، خو پرمختګونه‌یې د پام وړ دي.”

خو افغان کارپوهان وايي، حکومت د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ برخو کې بریالی نه‎دی او نه‎دی توانېدلی چې خلک قانع کړي.

له دې ډلې ناصر شفیق وايي، حکومت سیاسي ملاتړ له لاسه ورکړی او د حکومت د ځینو چارواکو شخصي غوښتنې، د پرمختګونو او د نړیوالې ټولنې د ژمنو د پلي کولو په لار کې خنډ ګرځېدلې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا