افغانستانروستي خبرونهسیاست

د جنرال دوستم دفتر: ولسمشر غني دروغ وايي

د جنرال دوستم دفتر د ولسمشر غني هغه څرګندونې له حقیقت څخه لېرې بللي چې ګنې دوستم د لویې څارنوالۍ په اجازې ترکیې ته تللی دی.

د ښاغلي دوستم دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې لویه څارنوالي دا “صلاحیت نلري” او په دې اړه یې د ولسمشر غني څرګندونې”له حقیقت څخه لېرې” دي.

اعلامیه وايي چې لویې څارنوالۍ د دوستم اړوند له ځینو ساتونکو څخه تحقیقات کړيدي چې د دوستم دفتر یې له څارنوالۍ سره همکاري بولي.

ولسمشر غني د سه شنبې په ورځ ( جولاۍ۱۱) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې لومړی مرستیال یې د لویې څارنوالۍ په اجازې ترکیې ته تللی دی. پر ښاغلي دوستم تور دی چې له یوبل ازبک مشر احمد اېشچي سره یې د جنسي زورزیاتي په شمول بد چلند کړی دی.

په همدې حال کې لویه څارنوالي وایي چې د دوستم-ایشچي قضیه یې محکمې ته استولې ده، خو اعلامیه وايي دا قضیه په جنرال دوستم پورې هېڅ تړاو نلري.

د جنرال دوستم دفتر په کابل کې د امریکا پر سفارت هم انتقاد کړی دی چې ولې یې د دغې قضیې د قانوني تعقیب غوښتنه کړې ده. په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر هوګو لارنس ویلي چې پر جنرال دوستم لګېدلي تورونه جدي دي.

خو د جنرال دوستم دفتر وايي افغانستان خپل عدلي او قضايي بنسټونه لري او په دې برخه کې د بهرنیو ډیپلوماتانو څرګندونې غیر مسولانه دي.

له شاوخوا یوې میاشتې راهېسې جنرال دوستم ظاهرآ د درملنې لپاره ترکیې ته تللی دی. راپورونه وايي چې د ولسمشر غني او ښاغلي دوستم ترمنځ اړیکې هم چندان ښې نه دي او ډېر وخت کیږي چې خپل دفتر ته هم نه دی تللی.

 

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا