اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهمهاجرتمهم مطالبورزش او ځوانانټولنه

له پاکستان څخه د ایستل شویو کډوالو ۶۲ سلنه ماشومان او تنکي ځوانان دي

ډید خبري اژانس: په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو اخراج دوام لري، د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې د دغو کډوالو ۶۲ سلنه ماشومان او تنکي ځوانان دي.

د روغتیا نړیوال سازمان پرون (سه شنبه د جدی ۵ مه) اعلان وکړ چې له پاکستان څخه افغانستان ته د داخل شوو کډوالو ۶۲ سلنه ماشومان او تنکي ځوانان دي.

دغه سازمان له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو او پناه غوښتونکو د وضعیت په اړه د یوه نوي راپور په خپرولو سره ویلي چې د روان کال له سپټمبر څخه تر دسمبر میاشتې پورې ۴۷۱ زره ۵۰۰ کسان له پاکستان څخه افغانستان ته داخل شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي چې د راستنیدونکو ۴۸ سلنه ښځې او ۶۲ سلنه یې ماشومان او تنکي ځوانان دي چې ۲۴ سلنه یې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې له خپلو همکارو بنسټونو سره په ګډه یې د نومبر له لومړۍ نیټې څخه د دسمبر تر ۱۹مې نیټې ۱۶۷۷۹۷ کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

دغه بنسټ ویلي دي چې دغو کسانو ته د رواني روغتیا، رواني او ټولنیز ملاتړ او د میندو او ماشومانو د روغتیا په برخو کې لومړني او ثانوي روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې ده چې سخت ژمي او ستونزمنو شرایطو راستنیدونکي په ځانګړې توګه ښځې، ماشومان او بوډاګان له زیاتو زیانونو سره مخ کړي دي.

دغه بنسټ ویلي دي چې له دغو کسانو سره اوږدمهاله مرسته د هغوی د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ډېره مهمه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو د سمبالولو لپاره یې د شپږو میاشتو په موده کې د لسو میلیونو ډالرو مرستې غوښتنه کړې چې له دې جملې څخه تر اوسه یوازې ۵۰۰ زره ډالر ورکړل شوي دي.

پاکستان د نومبر له لومړۍ نیټې څخه د افغان اسنادو پرته د مهاجرینو او کډوالو د نیولو او اخراج لړۍ پیل کړې ده.

په ورته وخت کې د پاکستان دولتي رسنیو اعلان کړی چې تر دې دمه له دغه هېواد څخه د ایستل شویو کسانو شمېر ۴۴۸۶۷۰ ته رسېدلی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا