اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

کندهاري او حقاني ډلې له «TTP» وغوښتل چې له اسلام اباد سره خبرې وکړي

دید خبري آژانس: د سرپرست حکومت دوو مهمو ډلو – حقاني او کندهاري – تحریک طا-لبان پاکستان (TTP) ته امر کړی، چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ د کړکېچ د کمولو لپاره له پاکستاني حکومت سره خبرو ته کېني.

د ایکسپریس ټریبیون په وینا، پاکستان یو ځل بیا د جمعیت علمای اسلام د مشرتابه له نفوذ څخه کار اخیستی ترڅو تحریک طا-لبان پاکستان د خبرو میز ته راولي.

دا پرمختګ د مولانا سمیع الحق د مشر زوی مولانا حامد الحق په ناڅاپي سفر وروسته له هغه وشو، چې نوموړي د لومړي وزیر د دفتر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او خلیل حقاني په ګډون له مهمو کسانو سره وکتل.

یو دیني عالم، مولانا یوسف شاه، د دې نوښت په تشریح کولو کې، د بحرانونو په حل کې د دارالعلوم حقانې تاریخي رول ته اشاره وکړه، په ځانګړې توګه د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ په ننګونو کلونو کې، کله چې پاکستان د قانون او نظم له سختو ستونزو سره مخ و.

مولانا یوسفزي شاه وویل چې موږ د دوی په شخصي خپلواکو پرېکړو خبرې پیل کړي او هیله مند یو چې د سراج الدین حقاني په شنه څراغ او د کندهاري طا-لبانو په ملاتړ به مثبتې پایلې ترلاسه کړو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا