اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاستټولنه

څه د پاسه نیم میلیون افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي

ډيډ خبري اژانس: له پاکستان څخه د افغان کډوالو له شړلو وروسته، د دغه هېواد رسنيو خبر ورکړى، چې د جبري اخراج د بهير له پيل راهيسې تر ٤٢٨ زره ډېر افغان کډوال له پولې اوښتي دي.

پاکستاني رسنیو نن شنبه (د قوس ۱۸مه) راپور ورکړی چې تر اوسه له پاکستان څخه افغانستان ته ۴۱۸۹۸۰ «غیر قانوني» کډوال راستانه شوي دي.

د پاکستان راډیو نن خبر ورکړ چې یوازې تېره ورځ ۲۴۷۳ افغان اتباع خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغې رسنۍ زیاته کړې، چې خپل هېواد ته د افغان اتباعو په ګډون د ناقانونه کډوالو د راستنېدو لړۍ دوام لري.

په ورته وخت کې، پاکستان د اکتوبر په میاشت کې د ۱٫۷ ملیون افغان اتباعو په ګډون “غیرقانوني” مهاجرینو ته د هیواد پریښودو یا د اخراج سره مخ کیدو نیټه وټاکه.

د پاکستان دغه پرېکړه له پراخو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوې، خو د پاکستان حکومت له خپلې پرېکړې شاته نه دی.

په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر اعلان وکړ چې غیر قانوني بهرني اتباع د دغه هېواد امنیت او اقتصاد ته جدي زیان رسوي او د ده په وینا د هغوی د بېرته ستنولو پرېکړه د پاکستان په ګټه ده.

په همدې حال کې د ژمي په رارسېدو له پاکستان څخه د کډوالو راستنېدو او شړلو په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې کړکېچن کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا