Uncategorizedاسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: هغه څوک چې په سویډن کې قرآن کریم ته سپکاوی کوي باید ونیول شي او محاکمه شي

ډید خبري اژانس: د ایران د بهرنیو چارو وزیر خپل سویډني سیال ته ویلي، هغه څوک چې قرآن ته سپکاوی کوي باید ونیول شي او محاکمه شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان خپل سویډني سیال ته وویل: د هرچا لخوا په هر ځای او هر ډول شرایطو کې د قرآن کریم او نورو سپېڅلو کتابونو سپکاوی په کلکه غندي او د بیان د ازادۍ په پلمه د دغه ډول اعمالو تکرار د منلو وړ او د توجیه وړ نه دی. سویډن باید دا ډول منافقت او د تاوتریخوالی ترویج ته د پای ټکی کیږدي، کوم چې ژورې پایلې لري.

امیر عبداللهیان زیاته کړه: په داسې حال کې چې سویډن د بشری حقونو په برخه کې مخکښ هیواد دی، څنګه کولای شی چې د بشری حقوقو د شورا د پریکړه لیک له تصویب وروسته له لسو ورځو څخه په کمه موده کې د مذهبی مقدساتو د سپکاوی په غندلو سره له پامه وغورځوی؟

د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیا هم د هغه کس د نیولو، محاکمې او سزا غوښتنه کړې چې څو اونۍ وړاندې یې په سویډن کې قران کریم سوځولی و.

په همدې حال کې د سویډن لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزارت په رسمي اعلامیه کې په ښکاره ویلي چې دا اقدام د سویډن د حکومت دریځ نه دی.

د سویډن پولیس د غونډو لپاره اجازه ورکوي او په سویډن کې یو چا ته د مسلمانانو د قرآن د سپکاوي اجازه نه ده ورکړل شوې، خو دغه کس دا ناوړه ګټه پورته کړې او موږ یې غندو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا