اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهکلتور او ادب

د نجونو د ښوونې او روزنې د پالیسۍ پرانیستنه وشوه

د نجونو د ښوونې او روزنې پالیسي د هیواد د لومړۍ مېرمنې، ښځو چارو وزیرې، د همکارو هیوادونو د سفیرانو او یونسیف ادارې د استازي په شتون کې د پوهنې وزارت د سرپرست لخوا د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې پرانیستل شوه.

د نجونو د ښوونې او روزنې پالیسي د هیواد د لومړۍ مېرمنې، ښځو چارو وزیرې، د همکارو هیوادونو د سفیرانو او یونسیف ادارې د استازي په شتون کې د پوهنې وزارت د سرپرست لخوا د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې پرانیستل شوه.
د ښځو او نجونو د ښوونې پر وړاندې د خڼدونو لرې کول، د نجونو او هلکانو د ګډون ترمنځ د توپیر د کچې کمول، له ښوونځي څخه د باندې نجونې د ښوونې او روزنې سیستم ته داخلول او د ښځینه زده کوونکو پر وړاندې مثبتو کړنو ته د پوهنې وزارت ژمنول، د دغې پالیسۍ د رامنځته کېدو موخې بلل کېږي.
د هیواد لومړۍ مېرمن جلالتمآب بي بي ګل(رولا) غني د ښځو او نجونو د ښوونې او روزنې اهمیت ته په ټینګار سره وویل، چې په ټولو برخو کې په ځانګړې توګه د سولې په پروسه کې د ښځو د حقونو لپاره د هغوی عدالت غوښتنه، د دې ښکارندویي کوي چې افغانې مېرمنې د زده کړو په تر لاسه کولو سره نور چپ نه پاتې کېږي او کولی شي، چې په یوه غږ سره خپل لیدلوری او غوښتنې څرګندې کړي.
په دې ناسته کې د پوهنې وزارت سرپرست، میرویس بلخي وویل، دغه وزارت هڅه کوي، چې د پوهنې د لسیزې تر پایه پورې هېڅ ماشوم له ښوونځي څخه بیرون پاتې نشي.
نوموړي په هیواد کې د با کیفیته زده کړو لپاره د زمینې برابرولو ته په ټینګار سره وویل، چې د ښوونځیو د جوړولو، د تعلیمي نصاب د ښه کولو، د شته ښوونکو د وړتیا د لوړولو او د مسلکي ښوونکو د ګومارلو لپاره جدي هڅې روانې دي
تمه ده چې حکومت به په روان مالي کال کې د هیواد په بېلابېلو برخو کې ۲۷۰۰ ښوونځي جوړ کړي.
بلخي، له همکارو کورنیو ادارو او بنسټونو او د هېوادونو له استازو او بهرنیو موسسو څخه وغوښتل چې د نجونو د ښوونې او روزنې د پالیسۍ په پلي کیدو کې، د پوهنې له وزارت سره همکاري وکړي.
د ښځو چارو وزارت د نجونو د ښوونې او روزنې د پالیسۍ د جوړولو په برخه کې د پوهنې وزارت له مهمو همکارانو څخه ګڼل کیږي. د ښځو چارو وزیره دلبر نظري، دې ته په ټینګار سره چې د هیواد پرمختګ د ښځو له ګډون پرته امکان نلري، د نجونو د ښوونې او روزنې په برخه کې د ننګونو او ناخوښه دودونو چې د هغوی د زده کړې پر وړاندې خنډ بلل کېږي، د کلکې مبارزې غوښتونکې شوه.
پدغه ناسته کې بهرنیو همکارانو په ځانګړي ډول د کاناډا سفیر، د کوریا سفارت استازی او د یونیسف ادارې استازې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په ځانګړي ډول د نجونو د ښوونې او روزنې په برخه کې د خپلو همکاریو د دوام ژمنه وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا