اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

پاکستان: ۲۰۰ زره افغانان په خپله خوښه له هېواده وتلي

دید خبري آژانس: پاکستاني چارواکو په تیرو دوو میاشتو کې له دغه هیواد څخه د ۲۰۰ زره افغانانو د ایستلو اعلان کړی دی.

پاکستاني چارواکو پرون وویل چې په تېرو دوو میاشتو کې شاوخوا دوه سوه زره افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د روانې میاشتې په پیل کې پاکستان د ۱.۷ میلیونه افغانانو په ګډون ټولو هغو کډوالو ته چې په ناقانونه توګه په دغه هېواد کې اوسېږي، د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې له دغه هېواده د وتلو مهلت ورکړ، که نه نو دوی به ونیول شي او بیا به یې شړل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، هغه کسان چې له ټاکلې مودې وروسته په دغه هېواد کې پاتې کېږي، نیول کېږي او له شړلو مخکې به د جبري اخراج مرکزونو ته لېږدول کېږي.

د پاکستان حکومت د نورو اقداماتو تر څنګ په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه مېشت سلګونه زره افغان کډوال د توقیف او په زوره ایستلو لپاره کمپونه جوړ کړي دي.

دغه هېواد په څلورو ایالتونو – پنجاب، سند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د کډوالۍ د اخراج ځانګړي مرکزونه جوړوي.

هغه افغان کډوال چې په پنجاب او سند ایالتونو کې نیول شوي د راولپنډۍ او کراچۍ ښارونو کې د جبري اخراج مرکزونو ته لیږدول کیږي.

ډېری افغان کډوال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په هغو دوو ایالتونو کې ژوند کوي چې له افغانستان سره ټولټال ۲۶۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

دا مهال د پاکستان حکومت له خلکو غوښتي چې افغان مهاجرینو ته دې کورونه نه ورکوي او د افغانانو اړوند ښوونځي هم تړل شوي دي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا