اسلایدشوامنیت و حوادثنړۍ

د امریکا د فلاډلفیا کې د یوې مرمۍ په برید کې ۴ تنه وژل شوي دي

ډيډ خبري اژانس: د امریکا په فلاډلفیا کې دا ځل په ډله ییزه توګه د ډزو له امله ۴ تنه وژل شوي دي.

د فلاډلفیا په کوڅو کې یوه وسله وال کس چې د مرمۍ ضد واسکټ اغوستی و، ډزې وکړې چې له امله یې ۴ تنه ووژل شول او ۲ تنه نور ټپیان شول.

دپوليسو دڅرګندونو له مخې: ددغې پيښې دقربانيانو عمرونه د٢٠ او ٥٩ کلونو ترمنځ دي او په ټپيانو کې يو دوه کلن ماشوم او يو ١٣ کلن ځوان شامل دي.

دا ډزې د امریکا د پنسلوانیا ایالت د فلاډلفیا په جنوب لویدیځ کې د کینګسیسنګ په ګاونډ کې شوې دي.

د پولیسو په وینا، شکمن کس، چې په بلټ پروف واسکټ کې یې څو مجلې او څو وسلې هم ورسره وې، نیولی دی.

په فلاډلفیا کې د دوشنبې په شپه د ټوپک تاوتریخوالی یوه ورځ وروسته له هغه پیل شو چې په بالتیمور کې ډزو دوه تنه ووژل او ۲۸ نور یې ټپیان کړل.

باید وویل شي، چې په امریکا کې وسله وال تاوتریخوالی ډېری وخت له خلکو قرباني اخلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا