اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمهم مطالبنړۍ

د سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ کنفرانس پیل شو

ډید خبري اژانس: د پاکستان د بهرنۍ تګلارې په اړه درې ورځنی کنفرانس د دغه هېواد د ډیپلوماټانو په شتون سره په اسلام اباد کې پیل شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبه (د جدی ۱۴مه) په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه د بهرنۍ پالیسۍ د بیا کتنې په اړه د دغه هېواد د سفیرانو درې ورځنی کنفرانس په اسلام اباد کې پیل شو.

دا کنفرانس به د جنورۍ له څلورمې تر شپږمې نېټې دوام وکړي.

دغه کنفرانس ته د نړۍ په پلازمینه کې د پاکستان سفیران او استازي بلل شوي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا کنفرانس د سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو په تړاو د پاکستان د بهرنۍ تګلارې پر بېلابېلو اړخونو د ژور بحث لپاره منظم پروګرام دی او په پای کې به د دوه اړخیزو، سیمه ییزو او نړیوالو ابعادو په اړه د پراخو سپارښتنو بیا کتنه وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني د دغه کنفرانس په پرانیستونکې وینا کې د منظمو خبرو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

په دغه کنفرانس کې به د دغه هېواد لومړی وزیر هم وینا وکړي.

د يادونې ده، چې دغه کنفرانس وروسته له هغه جوړېږي، چې د راپورونو پر بنسټ پاکستان پرېکړه کړې، چې د سيمې او نړۍ په تړاو په خپله بهرنۍ تګلاره کې جدي اصلاحات راولي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا