اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

جمهوررئیس غني د امریکامتحدو ایالتونو د دفاع وزارت سرپرست سره وکتل

د افغانستان جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازدیګر د امریکامتحدو ایالتونو د دفاع وزارت سرپرست کریستوفیر میلر سره چې د یاد هیواد د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و، وکتل.
د ارگ د راپور پر بنست، په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو د سولې پروسې، د افغانستان او سیمې د وضعیت او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لازیات ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.

کرستوفر میلر د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتېژیکو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ وې ویل، د امریکا متحدو ایالتونو حکومت به تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان حکومت او خلکو ترڅنګ پاتې شي.
د امریکا د دفاع وزارت سرپرست په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړه او د دواړو لوریو د تلپاتې اوربند پر ټينګښت ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه، د امریکا متحد ایالاتونه له افغانستان په ځانګړي ډول د دغه هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې دوامدار تعهد لري.
جمهوررئیس غني په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو د مرستو او همکاریو مننه وکړه وې ویل، د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې دي او دغه اړیکې پر کمیت نه، بلکې پر کیفیت استوارې دي او تل به پایداره وي.

جمهوررئیس د سولې پروسې په اړه وویل، افغان دولت د سولې د تامین په خاطر عملي ګامونه اخیستي او باید مقابل لوری هم په دې برخه کې خپل واضح نیت څرګند کړي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، تروریزم سره د ګډې مبارزې په برخه کې د افغانستان او امریکا اړیکې اړینې او په دې برخه کې د امریکا متحدو ایالتونو رول، مهم دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا