اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستنړۍ

د حمدالله محب او استرالیایی هیئت ده سولې په اړه لیدل

آسټرالیا افغانستان کې تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره اوربند مهم یاد او ملاتړ یې ترې وکړ.

آسټرالیا افغانستان کې تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره اوربند مهم یاد او ملاتړ یې ترې وکړ
د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، نن د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت د سویلي او لوېدیځې آسیا د برخې له عمومي رییس ډاکټر لچلن سټران او کابل کې د یاد هېواد له استوګنې سفیرې مېرمن نیکولاګورډن سمېټ سره د لیدنې پر مهال د سولې لپاره پر سیمه ییزو همکاریو، اوربند، بین الافغاني خبرو اترو او د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو اړوند بحث او نظریات تبادله کړل.
د هېواد د ملي امنیت سلاکار مختلفو برخو په ځانګړې توګه د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې ترهګرۍ سره د مبارزې اړوند له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د هغه هېواد د همکاریو قدر داني وکړه. هغه وویل: په امنیتي سکټور کې اصلاحات ددې لامل شوي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مرګ ژوبله په بې مخینې ډول ټيټه شي.

اسټرالیا له ټرورېزم سره د مبارزې په چاره کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو او اتلولیو قدر داني وکړه او ډاډ يې ورکړ چې هېواد به یې بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه نظامي برخه کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا