اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

ازبکستان ته د پاکستاني پوځي پلاوي سفر؛ د افغانستان په اړه خبرې وشوې

دید خبری آژانس: د دغه هیواد د پوځ د مشر په مشرۍ د پاکستان پلاوی تاشکند ته د سفر په ترڅ کې د ازبکستان له ولسمشر سره وکتل.

د ازبکستان جمهور رئیس شوکت میرضایف د پاکستان د وسله والو ځواکونو د ځمکنیو ځواکونو د قومندان جنرال عاصم منیر په مشرۍ د پاکستان د اسلامي جمهوریت له یوه پلاوي سره د علاقې وړ مسایلو په اړه د نظر تبادله وکړه.

په دې کتنه کې د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د څو اړخیزو همکاریو د لا پراختیا او د ستراتیژیکو همکاریو د اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحث او څېړنې وشوې.

په دې کتنه کې د متقابلې سوداګرۍ د لوړې ودې د تحرک ساتلو، د زیربنایي پروژو د تطبیق د چټکتیا او د تصویب شوې طرحې له مخې د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د همکاریو د اړیکو پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه وشوه.

په دې کتنه کې د افغانستان د وضعیت د ښه والي په ګډون د سیمې د امنیت په اړه هم نظرونه تبادله شول.

د ترمذ – مزار شریف – پېښور اورګاډي پټلۍ د جوړولو د پروژې د پرمختګ لپاره د عملي هڅو د همغږۍ پر اهمیت ټینګار شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا