اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

امریکا:

افغانستان ته راستنیدل مطرح نشته/له طا-لبانو سره اړیکه د بشري حقونو د درناوي اړین ده

ډيډ خبري اژانس: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ويدانت پټېل ​​وايي، واشنګټن افغانستان ته د بېرته ستنېدو او په کابل کې د ډيپلوماټيکو ماموريت د بيا پرانېستلو لپاره هېڅ پلان نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې وروستیو کې په یوه خبري کنفرانس کې زیاته کړه چې دوی د طا-لبانو په ګډون له افغانستانه بهر له ګڼو افغانانو سره تماسونه لري: ښوونځیو ته د نجونو راستنېدل او بشري حقونه له خپلو متحدینو او شریکانو سره د خبرو لپاره زموږ شرطونه دي.

که څه هم هغه له طا-لبانو سره د اړیکو عادي کول د ټولو افغانانو د حقونو په درناوي مشروط ګڼي، خو په ډاګه یې کړه؛ له ملګرو ملتونو سره په ګډه پر طا-لبانو فشار ته دوام ورکوو چې له خپلو تبعیضي سیاستونو څخه راوګرځي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې په دې وروستیو کې د سرپرست حکومت په اړه د امریکا په دریځ کې د بدلون او په کابل کې د دغه هېواد د کونسلګرۍ د بیا پرانستلو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

اړونده مقالې

دکمه بازگشت به بالا