افغانستانامنیت و حوادثنړۍ

د ایران په جنوب کې زلزلې پنځه تنه وژلي دي

د دید خبری اژانس: د ایران په جنوب کښې په هرمزګان ولایت کښې یوې نسبتاً زورورې زلزلې لږ تر لږه ۵ کسان مړه او ۳۹ نور ژوبل کړل.

د ایران په جنوب کې زلزلې پنځه تنه وژلي دي

د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې، د شنبې په ورځ (د سرطان ۱۱مه) د خمیر بندر او شاوخوا سیمې ۳۳ ځلې ولړزول شوې او د دوو زلزلو شدت ۶.۱ او ۶.۳ و.
لومړۍ زلزله د ځمکې په لس کیلومترۍ کې او دویمه زلزله د ۲۶ کیلومترو په ژوروالي کې اټکل شوې وه.
د هرمزګان ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مهرداد حسن زاده وايي، د دغې زلزلې ابعاد ډېر لوی وو، نو ځکه یې زیانمنو ته د لا زیاتو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د دغه ولایت دفترونه له خدماتي بنسټونو پرته تړلي دي.
ایرنا لیکلي چې رپوټونه ښيي چې تر ټولو زیات زیان د هرمزګان ولایت د خمیر ولسوالی د سید خوش بندر کلي ته رسیدلی چې شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ لري.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان په سوېل ختيځ کې د خوست او پکتيکا ولايتونه هم د يوې سختې زلزلې شاهدان وو او سلګونه کسان يې وژلي وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا